راپورونه

هلمند، کندهار او ارزګان کې ۳۶ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وایې ، تيره شپه وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په نهرالسراج ولسوالۍ کې د شاهراه لويې لارې په اوږدو کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې چې له امله ۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي .
همدارنګه تیره ورځ وسلوالو طالبانو د قندهار د پنجوایې ولسوالۍ په بلغور, چرخ اب او ګلباغ سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي ، چې په ځوابیه بریدونو کې، ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي .

بل خوا بیا تیره ورځ وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، چې د امنیتي ځواکونو له لوري له ماتې سره مخ شوی او د نښتې پرمهال ۵ طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي .

وزرات زیاتوي په دې بریدونو کې دوسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي .

وسله والو طالبانو تراوسه د دې ادعاو په اړه څه نه دي ویلي .

صدیق الله رښتین

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close