پښتونخوا

پاکستاني چارواکي وایي د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د ۷ کارکونکو دندې ځنډول سوي

پاکستاني چارواکي وایي، د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د اوو کارکونکو دندې وروسته تر دې وځنډولې چې پر کوېډ۱۹ ناروغۍ بستر سوي شپږ ناروغان یې له کافي مصنوعي اکسیجنه پرته پریښي و چې له امله یې مړه سول.

په هغه لومړني راپور کې چې په پیښور کې د خیبر کدري روغتون پرون یکشنبې خپور کړ، ویل سوي پنځه ناروغان د دغه روغتون د کرونا ویروس په ځانګړې څانګه او یو په عاجله څانګه کې د مصنوعي اکسیجن د نشتوالي له امله مړه سوې دي.

د دغه روغتون رییس طاهرخان هم د هغو کسانو په ډله کې چې دندې یې ځنډول سوې دي.

په پاکستان کې د کرونا له ۴۱۶ زره زیاتې پېښې ثبت شوي او له امله یې له ۸ زره او درې سوه زیات کسان مړه سوي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close