راپورونه

د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل سوي

د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل سوي‌ او یا هم ژوبل سوي‌

د ماشومانو د ژغونې بنسټ (سېو ده چلډرن) د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ وایي، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۹ کاله په افغانستان کې ټولټال ۲۶۰۲۵ ماشومان معلول یا وژل سوي

دې بنسټ د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس په درشل کې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې د افغان ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.‌

دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر سوی

له دې سره سم په دوحه کې په روانو بین الافغاني‌ مذاکراتو کې هم ښکاره پرمختګ نه لیدل کېږي. همدا راز امریکا هم اعلان کړی چې تر راتلونکې جنورۍ به له افغانستانه شاوخوا دوه زره نور پوځیان هم وباسي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په لېست کې شماري چې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک دي.‌

د دې بنسټ‌ د تازه رپوټ له مخې، چې د تېرې جمعې پر ورځ خپور شوی،‌ یوازې په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې ۸۷۴ ماشومان وژل شوي‌ او ۲۲۷۵ ټپیان شوي، چې د نړۍ په کچه ماشومانو ته د اوښتنې مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د دې مرګژوبلې دوه پر درې برخه هلکان دي، او د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ‌ مخامخ نښتې، ماینونه او ځانمرګي‌ بریدونه یې د مرګژوبلې لوی لاملونه بلل سوي.‌

رپوټ همدا راز موندلې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ لږ تر لږه پر ۳۰۰ ښوونځیو هم بریدونه سوي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close