خبرونه

په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند سو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د تورخم لاره وروسته له هغه بنده شوه چې په دې ښارګوټي کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د پخپل سر آبادیو چارو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ممانعت له کبله د دواړو لورو ترمنځ ډزې وسوې.

هغه زیاته کړه: ” په تورخم ښارګوټي کې له پخوا نه په یوه سیمه کې پاکستان لوري غوښتل د آبادۍ چارې ترسره کړي، نن یې بیا هم تحرکات کړي وو چې زموږ د ځواکونو لخوا یې ممانعت وشو، بیا ځینې هوایې ډزي هم وشوې، له همدې امله د پاکستان له لوري لاره تړل سوې ده.”

ښاغلی خوګیاڼی وایي، له دیپلوماتیکو لارو د دې لاري د بېرته پرانستلو هڅې پیل سوي دي.

نوموړي ونه ویل چې په دې نښتو کې چاته زیان رسېدلی که نه

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close