خبرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په جنیو کې د افغانستان د ګډون په موخه نن سویس ته ځي

دغه غونډه د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د سویس په جینوا ښار کې جوړېږي د بېلا بېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي پکې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې غونډې موخه افغانستان ته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د سیاسي او مالي ملاتړ راجلبول یاد کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره سوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به په یاده غونډه کې تر ګډون وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون لپاره نایجریا ته سفر وکړي.

له ښاغلي اتمر سره په دې سفر کې، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطاءالله نصیب، د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو یو شمېر رئیسان او سلاکاران هم ملتیا کوي.

دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې نن د ولسي جرګې له خوا محمد حنیف اتمر ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د باور رایه ورکړل شوه او نوموړی په رسمي توګه ددغه وزارت وزیر اعلان سو

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close