خبرونه

د کابل ښار په مختلفو سیمو کې ۱۴ راکیټونه لګېدلي او مرګ ژوبله هم لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۸:۵۰ دقیقې پر کابل ښار ۱۴ راکټونه توغول سوي

د وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه راکټونه د کابل ښار په لسمه، څلورمه، دوهمه او یوولسمه امنیتي حوزو کې لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دا مهاله درې تنه ملکي وګړي د یادو راکټونو له امله وژل سوي او یوولس نور ټپیان سوي دي.

“دغه راکټونه په لسمه حوزه، برج برق چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نژدې، چهار راهي ګل سرخ،څلورمه حوزه، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي،سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نژدې او په یوولسمه امنیتي حوزه کې مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلي سیمو کې لګېدلي دي.”

بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه د یادو بریدونو له امله پینځه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان سوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې چې دغه راکټونه له کومې سیمې پر کابل ښار توغول سوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغو بریدنو مسؤلیت نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم پر کابل ښار توغندیز بریدونه شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close