خبرونه

قطر کې د سولې په مذاکراتو کې د پر مختګ لپاره هیلې ډیرې سوې دي

قطر کې د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو تر منځ تر اوږده ځنډ وروسته، په څلور اصولو توافق سوی چې څلورم او تر ټولو اختلافي اصل یې، د دوحې تړون دی چې دواړو خواوو د بین الافغاني مذاکراتو د اساس په توګه منلی دی.

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د مبنا په توګه، د دوحې توافقنامې له منلو وروسته دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ویلي، چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته سوي دي.

ویل کیږي ولسمشر غني د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي کابل ته را غوښتي او ډیر ژر به بېرته قطر ته وګرځي.

شنوونکي د سولې مذاکراتو کې دغه پرمختګ ته خوشبین دي او وايي تمه ده چې دواړه لوري ژر تر ژره رسمي مذاکرات پیل کړي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه هیڅ نتیجې ته رسیدلې نه دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close