خبرونه

په خوست کې د پاکستان د دوه مخي سیاست او د ترهګرۍ د ملاتړ په غبرګون لاریون وسو

د خوست په ښار کې هم سلګونه ځوانانو د پاکستان د دوه مخي پالیسۍ، د ترهګریزو ډلو د تمویل پر خلاف او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ شعارونه ورکړل.

دوی له عمران خان او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې په افغانستان کې د سولې، ثبات، دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له ریښتینوالۍ کار واخلي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په داسې مهال دغه مظاهرې ترسره کېږي چې له یوې خوا عمران خان افغانستان ته سفر کړی او له بلې خوا په قطر کې د سولې د خبرو د جریان له اوږدیدو سره په هېواد کې جګړې زور اخېستی.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان ویلي، کابل ته یې په دې حساس وخت کې دا سفر د باور د جوړولو لپاره دی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close