خبرونه

د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د غیرت په نوم یو ځوان هلک او یوه نجلۍ وژل سوي

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا ډول قتلونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې د ۲۰۱۹ کال له شمېرنو سره سم، په دې کال په خیبرپښتونخوا ایالت کې د غیرت په نوم ۹۵ قتلونه سوي دي.

دا اداره وايي دا هغه شمېر دی چې ثبت شوی او امکان شته چې تر دې ډېر دا ډول قتلونه سوي وي.

په راپور کې ویل شوي چې اکثره وژل شوي کسان ښځې یا نجونې دي.

د ښځو د حقونو یوه ملاتړې اداره (عورت فاونډېشن) وايي، په ۲۰۱۹ کال په خیبر پښتونخوا کې د ښځو په قتلونو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۴ م کال د دې ډول وژنو د مخنیوي لپاره یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې قاتل ته ۷ کاله بند او په ځینو مواردو کې د اعدام سزا ټاکل سوې ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close