سیمه ایز خبرونه

د اسټرالیا د دفاع وزارت یو راپور وایي اسټرالیایي ځواکونو ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي

د اسټرالیا د دفاع وزارت یو راپور وایي، باوري شواهد سته چې اسټرالیایي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي.

د دغه هېواد دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د خپلو سرتېرو د ناوړه چلند په تړاو د څېړنو پایلې خپرې کړې دي.
د ترسره شوو څېړنو پر مهال ۵۷ پېښې څېړل شوې او زرګونه کسانو شاهدي ویلې ده.
د اسټرالیا د دفاع وزیر جنرال انګس کمپبل ویلي چې د هغوی ۲۵ د هوایي ځواکونو سرتېري په یاده پېښه کې ښکېل دي.
بلخوا، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون له جمهور رییس محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ارګ خبرپاڼه وایي، په دې ټلیفوني اړیکه کې د استرالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي عسکرو د جنګي جرمونو په تړاو د تاسف څرګندولو ترڅنګ جمهوررییس غني ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت به تامین سي.
اسټرالیا دا مهال په افغانستان کې ۴۰۰ سرتېري لري چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close