سیمه ایز خبرونه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه تر وخت مخکې د ځواکونو ایستل به ممکن د دغه هیواد د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي

د جرمني د باندنیو چارووزیر دا خبره له افغانستانه د ۲۵۰۰ پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا پلان ته په اشاره وکړې، او ویې ویل:

«دا موږ ته ډېره مهمه یادونه کوي چې په بېړه ناکو اقداماتو هغه څه له خطر سره مخامخ نه کړو چې تر دې دمه مو تر لاسه کړي دي.»

ښاغلي ماس وویل چې حکومت یې له واشنګټن او د ناټو له متحدانو سره په تماس کې دی او په دې غور کوي چې د امریکايي پوځیانو وتل به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پر پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ جرمني پوځیانو څه اغېز ولري.

ښاغلي ماس دې ته په اشارې چې د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې له وړاندې څخه لا ډېرې ستونزمنې دي، زیاته کړه«موږ په ځانګړي ډول له دې درکه اندېښنه لرو چې د امریکا اعلان به د افغانستان د سولې خبرې څومره اغېزمنې کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل «په اوسنیو شریطو کې موږ باید اضافي خنډونه جوړ نه کړو او له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل یقیناً چې خنډونه زیاتوي.»

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close