سیمه ایز خبرونه

امریکا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر راکم وی

د امریکا دفاع وزارت اټکل کوي چې روانه اوونۍ به د ولسمشر ټرمپ له لوري ورته امر وسي چې د جنورۍ تر میاشتې پورې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

دا خبره سي این این د امریکايي چارواکو په قول په یوه راپور کې وکړه.

په راپور کې ویل سوي چې پینتاګون له مخکې لا په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته امر کړی چې ۲۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو لپاره پلان جوړ کړي.

په عراق کې هم امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو لپاره ترتیبات ونیسي.

ټرمپ د اکتوبر په اوومه په یوه ټویټ کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ خو وروسته د پنتاګون چارواکو ورسره مخالفت وکړ او دا کار یې په دومره لنډ وخت کې ناشونی وباله.

ویل کېږي چې د ټرمپ له لوري د مخکیني دفاع وزیر مارک ایسپر د ګوښه کېدا یو دلیل له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر سر اختلاف و. ټرمپ غوښتل چې له دې قضیې په انتخاباتي کمپاین کې ګټه واخلي خو ایسپر د ده دا هدف پوره نه کړ.

د ناټو چارواکي هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو په وړاندې اندېښنه ښيي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

په همدې حال کې نوی منتخب ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالف دی خو هغه هم دا مني چې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شي او له شاوخوا ۲۵۰۰ ډېر نه وي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان باید تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي خو ګومان نه کېږي چې امریکا دې ټول پوځیان وباسي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close