نړیوال خبرونه

د پاکستاني او هندي عسکرو ترمنځ نښته سوې

د پاکستان د پوځ مسولان وایي د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې، پکې د هندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی او درې تنه ټپيان سوي دي.
سرچینه وایي پاکستاني عسکرو په دې نښته کې د هند پوځي پوستې په نښه کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې هندي عسکرو د کشمیر پر پوله د اوربند د تړون څخه په سرغړونې پاروونکې ډزې کړي دي چې پکې یو عام وګړی وژل سوی او د دوو میرمنو په ګډون درې تنه ژوبل سوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د هند لوړپوړی سفارتي چارواکی ور بللی او د اوربند د تړون څخه په سرغړونه یې ورته اعتراض وړاندې کړی دی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close