راپورونه

د پاکستان سفارت د ویزو د وېش په برخه کې د امرالله صالح خبرې رد کړې

د پاکستان سفارت د افغان حکومت له هغې پریکړې سره مخالفت وښود، چې د پاکستان ویزو غوښتونکي به نور مستقیم د پاکستان له سفارت د ویزې غوښتنه نه کوي.
له یاد سفارت څخه په خپره سوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان سفارت او په ښارونو کې ټولې قونسلګرۍ به د پخوا په څیر د ویزو لپاره د پاسپورتونو اخیستلو ته دوام ورکوي او د ټاکلې کړنلارې له مخې پخپله د ویزو لپاره د پاسپورټونو راټولولو او د ویزو د وېش بهیر پر مخ بیایي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل سوي چې په دې اړه خپاره شوي راپورنه چې ګني د ځانګړو مرکزونو له لارې به پاسپورتونه را ټولیږي پروپاګند دی.
د یادونې وړ ده چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و چې د پاکستان ویزو لپاره به په ۱۶ مرکزونو کې پاسپورتونه اخیستل کیږي او بیا به دغه پاسپورتونه د افغان پوست له لارې په خپل نوبت سفارت ته وړل کېږي او هلته به وېزې ورته اخیستل کېږي.

امرالله صالح ویلي وو چې ددې کار د ښه تنظیم او په دې برخه کې د بې نظمۍ د له منځه وړلو په موخه یې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رئیس جنرال خوشال سادات مسؤل ټاکلی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې دا هم ویلي وو چې دا مسایل ټول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د پاکستان له سفارت سره شریک سوي دي او له ټولو امکاناتو په استفادې به د فساد مخه نیول کېږي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close