نړیوال خبرونه

اذربایجان او ارمنستان تر جګړو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تر شپږ اونۍ جګړې وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د راپورونو له مخې ارمنستان خپله ماتې منلې ده او ژمنه یې کړې چې د ناګورنو قرباغ له نیول شوو سیمو به په راتلونکو لسو ورځو کې خپل ټول سرتېري وباسي.

دغه هوکړه د روسیې په حضور کې لاسلیک سوې ده.

د هوکړې له مخې ارمنستان به ټولې هغه سیمې پرېږدي چې له اذربایجان یې نیولې دي او په سیمه کې به تر دوه زره پورې روسي ځواکونه ځای پر ځای کېږي چې د اوربند ساتنه به کوي.

د اذربایجان لوري ته به ترکي ځواکونه ځای پر ځای کېږي او دواړه لوري به د راتلونکو جګړو مخنیوی کوي.

دواړو هېوادونو همدا راز توافق کړی دی چې د ازادانه تګ راتګ او جګړو د ختمولو لپاره به په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې لویې لارې او سړکونه جوړوي او ارمنستان به بیا ځلې د اذربایجان پر خاوره له بریدونو ډډه کوي.

همدا راز د کډوالو عالي کمیشنري به په سیمه کې د بېځایه شوو کسانو ستونزې حل کوي.

د اذربایجان لومړي وزیر هم ویلي چې بالاخره ارمنستان خپله پړه او ماتې و منله او له سیمې په شا سوه

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close