خبرونه

فنلنډ وایي د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي

د فنلنډي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د سولې پر روانو مسئلو خبرې وکړي.
هغه ویلي چې د یوه با ثباته افغانستان جوړېدل د فنلنډ تر ټولو ستره هیله ده او د سولې په پروسه کې هم هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
فنلنډ ویلي تمه لري چې په افغانستان کې نږدې پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسېږي او افغانان په خپلو کې د سولې توافق وکړي.
سرچینه کاږي چې دواړه لوري به ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې وکړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close