نړیوال خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د لیبیا په سواحلو کې ۱۱ کډوال ډوب سوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې ۱۱ کډوالو د لیبیا په سواحلو کې د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه سازمان اعلامیه وایي، سمندري ځواکونه پر دې توانېدلي چې ۱۰ تنه نور په اوبو کې له ډوبېدو وژغوري.

دا پېښه په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله رامنځته سوې ده.

د لیبیا په سواحلو کې دغه کسان پر داسې مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه د لیبیا په سواحلو کې ډوب سوي وو.

په اوبو کې ډوبو شوو کسانو هڅه کوله چې د لیبیا له سواحلو تېر شي او ځانونه اورپا ته ورسوي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close