نړیوال خبرونه

ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه هسې مسخره او بې مانا وه

ټرمپ زیاته کړې جوبایډن د اوباما د حکومت پر مهال ډېرې تېروتنې کړې او په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بېځایه لګولې دي.
د نوموړي په خبره افغانستان او عراق کې د امریکا تېره ۱۹ کلنه جګړه کاملا د امریکا بې ګټې وه او امريکا بې ځايه میلیاردونه ډالر پرې لګولي دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روانه جګړه ختموي او خپل سرتېري به له افغان خاوري وباسي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه.
ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغان شنونکو په ځلونو ویلي، امريکا دخپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې جګړه دوامداره ساتي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close