راپورونه

پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د ټولو د امنیت لپاره ګټور دی

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین په مسکو کې له رشیا ۱ تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل «په لومړي سر کې موږ په افغانستان مې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ وکړ او د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په ګټه مو رایه ورکړه. زه لا هم باور لرم چې په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ له بهرنیو ګټو سره په ټکر کې نه دی.»
پوتین دغه راز وویل «د هغه څه خلاف، کله چې دا اعلان وشو چې امریکایان د خپلو پوځیانو د ایستلو تیاري نیسي، زموږ رسمي دریځ دا و چې ممکن د افغانانو د پخلاینې لپاره به شرایط برابرېږي، خو زه شخصاً فکر کوم دا ډېر خطرونه زېږوي. لومړی باید د ثبات د ساتلو لپاره ډېر لګښت وکړو او دوهم دې ته له پامه پرته چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور په دې هیواد کې د ثبات له ټینګولو سره مرسته کړې او که یې نه ده کړې خو وتل یې خطرونه رامنځته کوي. موږ نه باید هلته د امریکایانو د حضور پر ضد وجنګېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ځلونو په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د حضور مخالفت کړی او له دې هیواده د امریکايي پوځیانو وتل یې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروري بللي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close