خبرونه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي: د افغانستان غمیزې ته ځواب د تاوتریخوالي کمېدل دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټرپانه لیکلي چې د افغانستان اوسني غمجن حالت ته ځواب دا دی چې ښکېل لوري ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د اوربند لامل سي.

هغه په تخار ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو په برید کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدل غندلي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په بمي او هدفمندو بریدونو کې هم ملکي وګړي په نښه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې خپلواکې رسنۍ او مدني ټولنې باید پرېښودل شي چې د تاوتریخوالي روانې پېښې مستندې کړي.

ده زیاته کړې چې امریکا پر حکومت او طالبانو فشار راوړي، څو له اوسني تاوتریخوالي لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د سولې د خبرو تر څنګ تاوتریخوالی هم ډېر شوی او د جګړې لمن ۲۶ ولایتونو ته غځېدلې ده.

دفاع وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ طالب جنګیالي په هوایي بریدونو کې وژل سوي

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت په ورته موده کې د طالبانو په بریدونو کې د ۵۰ ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا کړې ده

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close