خبرونه

دکابل په ځانمرګي برید کي ۱۴ تنه مړه سوي

دشت برچي په پل خشک سیمه کې د کوثر دانش روزنیز مرکز ته نږدې ځانمرګی برید سوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټویټر لیکلي، ځانمرګي بریدګر غوښتل څو په پل خشک سیمه کې د کوثر روزنیز مرکز ته په ننوتو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو د دې مرکز د ساتونکو له پېژندلو وروسته په کوڅه کې یې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور  بیا وايي، چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۱۴جسدونه او ۳۰ ټبیان روغتونونو ته انتقال سوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید کې د طالبانو لاس لرل رد کړل.

باید وویل سي چې دا ډله په هغو پېښو کې لاس لرل ردوي چې له امله یې هزارګانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

خو دې ډلې د غزني د پېښې په اړه څه نه دي ویلي چې په لړ کې یې نن ۹ ملکیان ووژل سول

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close