راپورونه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ننګرهار کې د ویزې اخیستو بیروبار کې د د ۱۲ کسانو پر مړینه خواشیني وښوده

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې د دغه هېواد د ویزې اخیستلو ټيل ماټېل کې د ۱۲ ښځو په مړه کېدو خواشیني وښوده.
عمران خان پر ټویټر یوه بیان کې په دې پېښه کې ټپیانو ته د سملاسې رغېدو لپاره دعا کړې او ویلي یې دي چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خپه کړی دی.
کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له پرونۍ پېښې وروسته خپل دفتر ته د جلال اباد کونسلۍ مشر عابدالله وربللی و او دواړه پر دې غږېدلی چې راتلونکي کې د ویزې اسانتیاوو لپاره څه وکړي.
ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګري ورځ کې زر ویزې وېشي خو غوښتنه د زرګونو ده.
ننګرهار کې د پاکستان کونسګرۍ ته پر لغمان، کونړ او نورستان سربېره د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په ګډون د میدان وردګ او غزني خلک هم ورځي.
ننګرهار کې چارواکي وايي، د ویزې برخه کې د اوسني بیروبار کمول د ولایت او کونسلګرۍ له کچې پورته خبره ده او پکار ده چې کابل او اسلام اباد په دې برخه کې هوکړه وکړي.
دوی د ویزو شمېر ډېرول او د هغو اسانتیاوو پیلول غواړي چې پاکستان په دې وروستیو کې منلې دي.
په دې اسانتیاوو کې د ویزو وخت زیات شوی او هم د ناروغانو، سوداګرو او زدکوونکو لپاره ځانګړي سهولتونه په پام کې نیول شوي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close