راپورونه

د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ وایې ناټو تر هغو له افغانستانه نه وځي چې امنیت نه وي ښه سوی

سرمنشي وویل، ناټو تړون به حتي که یو شمېر امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هم، تر هغو له دې هیواده ونه وځي چې د دې هیواد امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي.
ده پر طالبانو ږغ وکړ چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړي.
د ناټو سرمنشي د دې تړون د غړیو هیوادونو له دفاع وزیرانو سره د انلاین غونډې په درشل خکې د دوحې بین الافغاني خبرو ته په اشاره وویل
«د دوحې خبرې نسلونو ته د سولې تر ټولو ښه چانس په لاس ورکوي. دوی باید د ښځو او نجونو په شمول د تېرو دوو لسیزو په لوړه بیه ترلاسه شوې بریاوې وساتي. ناټو د افغانستان اوږدمهال امنیت ته ژمنه ده. او یوازې دا اوونۍ د ناټو غړیو او شریکانو تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تازه کړه.
همداراز وویل:
«طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړي.
دوی باید له القاعده او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي او په صداقت خبرې وکړي.
ستولتنبرګ د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل«موږ به په ګډه پرېکړه وکړو، خپلې هڅې به د اصولو پر اساس همږغې کړو، په ګډه به د ځواکونو شمېر تنظیم کړو او کله چې شرایط برابر شول، هاله به یو ځای ووځو. خو تر دې وړاندې نه وځو
سرمنشي په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له څه باندې ۶ اوونیو راهیسې په دوحه کې خبرې روانې دي خو تراوسه پورې دواړه خواوو د رسمي خبرو پر اجنډا موافقې ته نه دي رسېدلي.
په عین وخت کې طالبانو په هلمند، تخار، غور او اروزګان کې حملو ته زور ورکړی دی.
یوازې د هلمند د حملو په نتیجه کې شاوخوا ۶۰ زره تنه بې ځای سوي دي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ناټو غړیو هیوادونو د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دغو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د دوشنبې د ورځې په غونډه کې سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل«د نن ورځې ژمنې پر هغه اعتماد له بیا ټینګار سره مرسته کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د دوی ملاتړ به تر ۲۰۲۰ وروسته هم په قوت دوام کوي.
د سرمنشي په وینا د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.»
د افغانستان د ملي اردو د مالي ملاتړ بسپنه یا صندوق په ۲۰۰۷ م کال کې جوړ سو.
د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو د دفاع وزیران سبا په بروکسل کې انلاین غونډه وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان او عراق په ګډون د ناټو پر بېلابېلو چلینجونو خبرې کېږي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close