ادب او کلتور

«د مطالعې فن» کتاب څخه څو غوره موضوعات

• څېړنو ثابته کړې چې د شپې تر ناوخته مطالعه دومره اغېزه نه لري. دا پخوانۍ وینا ده چې (د ازموینې د تیاري لپاره باید څراغ تر نیمې شپې روښانه وي او تېل وسوزوو.)

• تر خوب مخکې او وروسته یا د شپې او ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې مطالعه د زده کړې پر کیفیت ډېر اغېز لري. څېړنو ثابته کړې، هغه محصلان چې تر مطالعې وروسته ویده کېږي، تر هغو محصلانو درس ښه زده کوي، چې تر مطالعې وروسته ویښ پاتې کېږي.

• تر ویښېدو وروسته، سمدلاسه مطالعه مه کوئ او د ویښېدو او مطالعې د پیل تر منځ وخت په نظر کې ونیسئ، څو د خوب اغېز په بشپړ ډول له منځه ولاړ سي.

• په ټولګي یا کوم سیمینار کې تر یوازې غوږ نیولو، یادښت اخیستل غوره دي. څېړنو ښودلې هغه محصلان چې نوټ اخلي، تر هغو محصلانو مخکې وي چې یوازې یې غوږ نیولی وي.

• د مطالعې پر وخت تر مهمو مطالبو لاندې کرښې ایستل، د مطلب تر یوازې لوستلو ګټور دي. تر ځینو مطالبو لاندې کرښې ایستل مو تر پخوا زیات فعالوي، مطلب ته مو پاملرنه زیاتوي او هغه ته په شخصي معنا ورکولو کې درسره مرسته کوي.

• نوټ اخیستل، یا یادښت نیول، د مطالعې یو مهارت دی چې په هغه کې باید تر بلې هرې تګلارې زیات مطلب خپلې ژبې ته واړول شي. (مطلب خپلې ژبې ته اړول، په دې معنا چې یو څه په متن کې لولو، هغه د خپل شخصي انداز او سلیقې له مخې زده کوو، یا یې بېرته وړاندې کوو.)

• د مطالعې پر وخت مطالب او کلمات په خپله ژبه (خپل انداز او سلیقه) ولیکئ، داسې چې تاسې ته شخصي معنا پیدا کړي.

• د یادښت شویو معلوماتو د رایادولو چانس د هغو معلوماتو تر یادولو شپږ ځله زیات دی چې یادښت شوي نه دي.

• ستاسې یادښت هغه وخت اغېزناک دی چې په لږو کلمو کې ډېر معلومات ځای کړی.

• هغه جملې نوټ کړئ، چې ډېر ارزښت لري، لکه اصلي مطالب او پایلې. هغه جملې مه نوټ کوئ چې د مطلب په جوړښت کې یې ارزښت کم وي، لکه بېلګې، مرستندوی مواد او تشریحات.

• مطلب په هماغه لومړي ځل په سم ډول نوټ کړئ، که مطلب مو یو ځل غلط زده کړ، بیا چې هر څومره هڅه وکړئ، دغه ناسمه بڼه یې له ذهنه نه شئ ایستلای. (یا ایستل یې ډېر وخت او انرژي درڅخه غواړي.)

• که چېرې یو مطلب په مسلسل ډول شل ځله ولولئ، دومره مو په ذهن کې نه پاتې کېږي، لکه لس ځله چې یې په بېلابېلو وختونو کې په لوړ غږ له یاده تکرار کړئ. د مطلب د بیا ویلو پر مهال یوازې هغه وخت کتاب ته وګورئ، چې حافظه مو یاري نه کوي.

• نوي مطلب ته چې اوس یې زده کوئ، له هغو مطالبو سره اړیکه ورکړئ، چې پخوا مو زده کړي دي.

• څومره چې د پخوانیو او اوسنیو مطالبو تر منځ زیاتې اړیکې ومومئ، هغومره مو په اوږدمهاله حافظه کې د مطلب د پاتې کېدو چانس زیاتېږي.

• کلمات او مطالب له شخصي معنا او مخکنیو معلوماتو سره له اړیکې ورکولو پرته په اسانۍ نه زده کېږي.

(غور چاڼ: استاد مصطفی صفا)

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close