سیمه ایز خبرونه

اتمر د ناټو له استازي سره پر افغان سوله خبرې کړي

محمد حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې لیدنې پر مهال د مطرح سویو موضوعاتو په اړه وویل، پر اوربند، د تاوتریخوالي د کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي.

نوموړی وايي، چې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي سي او مذاکرات به بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وسي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close