خبرونه

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو قومندان په ګډونو ۱۲ وسله وال وژل سوي دي.
د ولایت د رسنیو له دفتره پيوستون رادیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼو ولسوالۍ د سنګانۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو په مرکز هوایي بریدونه کړي، چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د قومندان زبیر په ګډون ۱۲ وسله وال وژل سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو بریدو بریدونو پر مهال یې د وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او موټرې هم له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close