سپورټ

فوټبال فدراسیون: د فوټبال غوره لیک پایلوبه سبا ترسره کېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د نارینه‌وو پایلوبه د مازدیګر په شپږ بجو او د ښځینه‌وو نیمه پایلوبه د سهار له‌خوا ترسره سي.

د سرچینې په وینا، د جمعې په ورځ به د افغانستان د فوټبال غوره لیک سیالیو شاهین اسمایي او سیمرغ البرز لوبډلې پایلوبه ترسره کړي او د نجونو د ټیمو نیمه پایلوبه به د کابل او هرات ټیمونو تر منځ وسي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د تلې له دوهمې نېټې پيل سوې وې او د ښځینه فوټبال لیګ سیالۍ بیا یوه اوونۍ وروسته تر دې شروع سوې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close