سیمه ایز خبرونه

په هرات ولایت کې چاودني ۱۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات کي سړک غاړي ماین چاودني ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چي، د هرات کشک کهنه ولسوالۍ په باتورخاني سیمه کي سړک غاړي ماین چاودني پنځه ملکي وګړي شهیدان او ۱۳ نور ئې ټپیان کړي دي.
هغه زیاته کړې په شهیدانو او ټپیانو کي ښځي او ماشومان شامل دي.

ارین ویلي ماین طالبانو ښخ کړی و.
د ملکي وګړو د دې مرګ ژوبلي په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ویلي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close