راپورونه

د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر: د طالبانو بریدونه د هوکړې خلاف دي

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د هلمند جګړې ته په اشاره په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو اوسني بریدونه د سوې هوکړې خلاف عمل دی.په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د هلمند جګړې ته په اشاره په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو اوسني بریدونه د شوې هوکړې خلاف عمل دی.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي.

په ورته وخت کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو ویاند سوني لېګېټ پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې د امریکا هوایي ځواکونو په هلمند ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي.

د ده په خبره، په دغو بریدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او د افغان سرتېرو د ملاتړ په هدف سوي دي.

هغه زیاتوي چې دغه بریدونه په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سوې هوکړې خلاف عمل نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه وسوه.

په دې هوکړه کې ویل سوي چې طالبان به پر لویو ښارونو بریدونه نه کوي او که طالبان د افغان سرتېرو پر لویو اډو او ښارونو بریدونه وکړي، نو امریکایي ځواکونو به یې ملاتړ ته وردانګي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close