ادب او کلتوراسلام او مذهباقتصادامنیتبیا رغونهجالب او په حیرانوونکيجرمونهجنسي لارښودخبرتیاويخبرونهروغتیاسولهسیاستسیمه ایز خبرونهفلمي نړۍلیکنينړیوال خبرونهويډیوټکنالوژيپښتونخواځانګړې مطالبچاپیریالژورنالیزم

زابلیانو د ړاندو بمباریو غنده وکړل

جمعه(۱۱/دلوه/۱۳۹۸) په زابل کي د حکومت د ړانده هوایې برېدونو په غبرګون کي لاریون وسو.

د زابل ولایت مرکز کلات کي ډېرو زابلیانو د داخلي او بهرنیو ځواکونو د ړاندو هوایې برېدونو او چاپو وهلو په غبرګون کي لاریون ترسره کړ.

دا مظاهره نن د جمعي مبارکي د لمانځه وروسته جوړه سوې، چي تقریبا ۱۵۰ زابلیانو پکښي ګډون کړی او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

مظاهره چیان وایې چي تیره ورځ د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایې برېد کي دشینکۍ ولسوالۍ اوسیدونکي شهیدان کتي دي، چي دا کړنه دوی ته دمنلو نه ده.

تیره ورځ د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کي یوې بي پیلوټي الوتکي یو ټونس موټر په نښه کړ، چي پرمهال یې د دوو کوچنیانو په ګډون ۵ تنه ووژل سول.

دکندهار والي ویاند او په جنوب غرب حوزه کي د ۲۰۵ اتل قول اردو آمر وایې چي په یاد برېد کي یې د وسله والو د یوه مهم قومندان په ګډون ۵ تنه وژلی دي.

د والي ویاند دا رد کړه چي ګواکي په یاد هوایې برېد کی دي ماشومان هم وژل سوې وه، خو لاریون کوونکي بیا وایې چي د پرون په هوایې برېد کي وژل سوي ټول ملکیان وه، او له هیڅ یوې ډلې سره یې هم تړاو نه درلود.

مظاهره چیانو زیاتوي چي حکومت دي د دغه ډول برېدونو مخنیوی وکړي او د دغسي کړنې ورته د منلو نه دي.

مظاهره چیانو د بلخ او کندوز ولایتونو پېښي هم وغندلې او خپله مظاهره یې د یوه څلور ماده ایز پرېکړه لیک په وړاندې کولو سره پای ته ورسول.

دپرېکړه لیک مادې:

۱ د پېښې پلټنه او د حقایقو تر موندلو وروسته رسنیو ته معلومات ورکول

۲ د پېښې د عاملینو محاکمه او مجازات

۳ د ماشومانو د حقوقو دفاع او د زابل برید کې شهید شویو ماشومانو د حقونو پوښتنه

۴ د دې ډول نورو پېښو مخنیوی

خبریال: ظاهر فولاد

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close