نړیوال خبرونه

له جنګ وروسته اذربایجان او ارمنستان پر اوربند هوکړه کړې

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، اوربند له تېرې شپې راهیسې پیل سوی او دواړو خواوو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي دي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ د ناګورنو-قرباغ پر سیمې جګړه پیل شوې وه.

د یادونې ده چې تیره ورځ داسې راپورونه خپاره سول چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند اذربایجان – ارمنستان تر منځ جګړه کې د اذربایجان په ننګه وسله وال د جنګ لپاره لېږلي دي.‌

خو د یادې ډلې د رسنیو د څانګې یوه مسؤل محمد یونس فدا وویل، دا تبلیغات د ارمینیا له خوا سوي، چې اسلامي ګوند اذربایجان ته وسله وال لېږلي دي، خو دا خبره دروغ ده.

فدا وویل، ګوند یې اذربایجان ته هېڅ افغان د جنګ لپاره نه دی لېږلی او نه هم د اذربایجان حکومت ترې په دې هکله څه مرسته غوښتې ده او اذربایجان له جنګي پلوه په لوړ موقف کې دی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close