راپورونه

تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې په لسګونه هغه موټرې چې ترکاري او تازه میوه پرې بار ده له کرښې پورې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي

سوداګر او لارۍ چلوونکي وايي، په میلونونه افغانۍ زیان ور اوړي او که نور هم وځنډول شوي، نو د خرابېدو امله به هېڅ بازار ونلري.
خو چارواکي د ستونزې لامل د لاریو ډېروالی او د پاکستان له اړخه کم شمېر ته د اجازې ورکړه یادوي. دوی دا هم ردوي چې ګنې فساد ته زمېنه برابروي.
لسګونه هغه لارۍ چې ترکاري او تازه میوه پرې بار ده، تورخم ښارګوټي او ورته نږدې سیمه کې له تېرو څلور ورځو راهیسې ولاړې دي. چلوونکي يې شکایت کوي، چې پر خپل وخت کوزې پښتونخوا او پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول.
سوداګرو او لارۍ چلوونکو وویل، یوه اندازه ترکاري او میوه خرابه شوې او که ژر يې ستونزه حل نشي نو بار کړې میوه او ترکاري به د نورې خرابېدا له امله هېڅ بازار ونلري، چې په میلونونه افغانۍ زیان ورسي.
دوی تورخم کې مسولې ادارې هم تورنوي، چې ځينې لارۍ د پسو بدل کې بې نوبته پرېږدي.
خو چارواکي د ستونزې اصلي لامل د پاکستان له خوا د کم شمېر لاریو ته د ور اوښتو اجازې ورکړه او زیاته ګڼه ـ ګوڼه یادوي.
دوی وایي، د لاریو د تنظیم لپاره کار کوي او هغه تورونه هم ردوي، چې ګنې په توکو یې د پرېښودو بدل کې پيسې اخلي.
پدې لاریو کې انګور، رومیان، پیاز او الوګان بار دی، چې که په خپل وخت مارکيټونو ته ورسېږي نو د صادارتو په زیاتوالي تر څنګ به بڼ والو او بزګرو ته هم په لویه کچه ګټه رسېږي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close