خبرونه

ترکي او پاکستاني د افغان سولې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث کړی

د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د غه راز د دواړو هېوادونو مشرانو پر سیمه‌ ییز ثبات په ځانګړې توګه د افغان سولې برخه کې د اسانتیاو په رامنځته کولو بحث او خبرې کړي دي.

په دې ټلیفوني خبرو کې قریشي یو ځل بیا د افغان سولې پروسې پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی د سولې خبرو کې د اسانتیا برابرولو ته ژمن دي.

سرچینه کاږي شاه محمود قریشي د کشمیر مسئله کې د ترکیې له دریځه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې د ثبات په اړه به دا دوه هېوادونه خپلې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close