راپورونه

زندانونو کې د بندیانو سره روان چلند د اندېښنې وړ دی او باید له مسولینو يې پوښتنه وسي

په څرخي پله زندان کې د بندیانو د نه خوړو له اعتصاب وروسته، ولسي جرګه وايي، د زندانونو مسوولین باید جرګې ته راوغوښتل شي او د هغو بندیانو په اړه ترې پوښتنه وشي، چې د بند موده يې پوره شوې او د ولسمشر د بښنې فرمان له مخې نه ازادیږي.

د جرګې مشر زیاتوي، د ټولګټو وزارت نوماند او لوی څارنوال پرته د ټولو نوماند وزیرانو زده کړیز سندونه ورته رسېدلي او د جرګې فرهنګي کمېسیون پرې کار کوي، ترڅو څېړنه يې وکړي.
د جرګې د غړو بل اندېښنه په هېواد کې د طالبانو یرغلیزو عملیاتو، جنايي پېښو او هدفي وژنو ډېرښت وو، چې په خبره يې امنیتي سکټورونه يې یوه خاص وضعیت سره مخ کړي.
په څرخي پله زندان کې بندیانو ځکه د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، چې مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر د بښنې ورکړل شوی فرمان دې پلي شي، خو د زندانونو د تنظیم اداره زیاتوي، دغه غوښتنې د دوی له واکه پورته دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د زندانونو مسوولین باید د جرګې غونډې ته وروبلل شي او د هغو بندیانو په اړه ترې پوښتنه وسي، چې د بند په پوره کېدو سره لا هم لسګونه بندیان د بند شپې او ورځې تېروي.

د وکیلانو په وینا، د ټولګټو وزارت نوماند او لوی څارنوال زده کړیز سندونه پارلمان ته نه دي لېږل سوي او د نورو نوماند وزیرانو سندونه د فرهنګي کمېسیون تر څېړنې لاندې دي.
د ولسي جرګې ځیني غړي هېواد کې د طالبانو پر یرغلیزو عملیاتو ډېرښت، جنايي پېښو او هدفي وژنو زیاتوالي اندېښنه څرګنده وي او په خبره يې امنیتي سکټورونه باید روانه ناامني کنټرول کړي.
ولسي جرګه داسې مهال په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د جګړې پر شدت اندېښنه ښودلې او د بین الافغاني خبرو پر وړاندې يې لوی خنډ د تاوتریخوالی ډېرښت یاد کړی.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close