راپورونه

بشري حقونو کمېسیون:افغانستان کې د ۲۰۲۰ لومړیوکې ‘ ۵۳۳ ملکيان ترور’ شوي

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي چې د روان ۲۰۲۰ په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي‌ کسان ترور سوي.

د کمېسیون په وینا په دغو هدفي وژنو کې همدغه راز ۴۱۲ نور کسان ټپیان سوي دي.

کمېسیون وايي د تیر ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ څخه نیولې د روان ۱۳۹۹/۶/۳۰ پورې یوازې د کندهار په ولایت کې ۱۲۲ملکيان ترور شوي او ۷۲ نور ټپیان سوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې دا ارقام خپاره کړل.

په اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل سوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

کمېسیون په مشخص ډول نه دي ویلي چې دا ترورونه کومې ډلې او یا اشخاص کړي دي.

یاد کمېسیون له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې په ځانګړي ډول د اقلیتونو، دیني عالمانو، مذهبي مشرانو او د بشري حقونو کار کوونکو امنیت ته جدي توجه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چي تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چي یوازې په تېرو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دی.

طالبانو د وزارت د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close