راپورونه

په کندهار کي ۴۰سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

په سویلي حوزه کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د جګړي په زیاتېدو سره د هغو ماشومانو شمېر لوړ سوی، چي په درنو کارونو بوخت دي.
د دغو مسوولینو په خبره، دا مهال په کندهار کي ۴۰سلنه ماشومان ښوونځيو ته د تګ پر ځای په درنو کارونو بوخت دي او له دې لارې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي.
د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غړی عبدالرحمن سجاد په دې اړه اندېښنه ښيي.
تر دې وړاندې په دغه ولایت کي د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو ویلي وو، چي د هغو لسو زرو ماشومانو د ژوند ښه کېدو لپاره یې طرحې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي، چي دا مهال کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو له امله له زده کړو څخه بې برخي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close