سولهسیاست

له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې د سپینې ماڼۍ تګلاره غلطه ده

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، طالبان له القاعده شبکې سره اړیکه لري، په افغانستان کې جګړې کوي او ټرمپ د یوې ناکامې تګلارې پر مټ له دغه ډلې سره مذاکرات پیل کړي دي. دده په خبره د ټرمپ او سپینې ماڼۍ اوسنۍ تګلاره له طالبانو سره د خبرو په برخه کې ناکامه او ناسمه ده. مک ماسټر د ټرمپ ادارې ته نږدې کس پاتې شوی خو د ځينو مسایلو پر سر تر اختلافونو وروسته یې له خپلې دندې استعفا وکړه. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ پر تګلارو او پلانونو له سترو منتقدینو دی او روان وضعیت د امریکا د ملي امنیت په زیان بولي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close