امنیتخبرونه

ماین چاودنې ۱۴ ولسي وګړي وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکندي ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړي وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه چاودنه نن سې شنبه سپټمبر۲۹مه(تلې اتمه) سهار د یاد ولایت د کجران ولسوالۍ په «دشت سلیمان اباد» سیمه کې رامنځته سوې ده.

ارین زیاته کړې چې په وژل سوو کسانو کې اووه ښځې، پنځه ماشومان او دوه نارینه شامل دي.

هغه ویلي چې یاد کسان په یو فلانکوچ موټر کې سپاره و چې د سړک غاړې ماین چاودنې ورباندې سوې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند د یادې ماین چاودنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close