امنیتخبرونه

د طالبانو په یوه برید کې ۹ افغان سرتېري وژل سوي دي.

د بامیان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي  وویلي چې طالبانو د شېبر ولسوالۍ په باغک کلي کې له یوې اوونۍ بریدونه کول چې بلآخره نن پای ته ورسېدل.

یوسفي تاییدوي چې د طالبانو په دې برید کې ۹ افغان سرتېري وژل سوي، دوه تنه یې ټپيان او یو تن یې د طالبانو په لاس اسیرسوی دی.

د بامیان امنیه قومنداني وايي چې طالبان د افغان پوځیانو په ځوابي برید کې له سیمې وتلي دي.

طالبانو بیا ادعا کړې چې په شېبر ولسوالي کې یې څو پوستې هدف ګرځولي او لسګونه افغان سرتېري یې وژلي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close