
روغتیا وزارت نن دوشنبه سپټمبر ۲۸ (تله اوومه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۴ مشکوکو سمپلونو معاینات سوي چې شپږ یې مثبت ثابت سوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۳۳ ته ورسېد.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۵ تنه مړه سوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۴۲ تنه بیرته جوړ سوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نسي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان سته.