خبرونهسیاست

افغانستان د اذربایجان ملاتړ وکړ

افغان حکومت په «نګورنو قره باغ» کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د سوله ییز هواري غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه سپټمبر۲۸(تلې اوومه) په خپره کړې اعلامیه کې په «نګورنو قره باغ» د نښتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي ځیانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي:”د «ناګورنو قره باغ» سیمه په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه پيژندل سوې، افغانستان د نګورنو قره باغ د اشغال د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، په دې برخه کې د اذربایجان د خلکو، دولت او نړیوالو د هڅو ملاتړ کوي.”

د بهرنیو چارو وزارت په دغه سیمه کې د اوربند او جګړې ختمېدو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close