خبرونهسولهسیاست

عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

 

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. له یادې شورا خپرې سوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله قریشي ته ویلي چې دا ځل یې اسلام اباد ته د سفر روحیه بدله ده. خبرپاڼه کاږي، عبدالله د تاوتریخوالي کمښت او سراسري اوربند په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران د ملاتړ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسه زیانمنوي او که له رامنځته شوي فرصت څخه سالمه ګټه وانخیستل سي د افغانستان بحران به لا پېچلی سي. عبدالله د تېرو لاسته راوړنو پر ساتنه د ټینګار تر څنګ څرګنده کړې، افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او ټول هېوادونه باید له دې پروسې بشپړ ملاتړ وکړي. په ورته وخت کې قریشي په یاده لیدنه کې ویلي، ده په همدې خونه کې طالبانو سره لیدلي، هغوی یې سولې ته هڅولي او ویلي یې دي چې سوله بایلونکی نه لري. قریشي دغه راز زیاته کړې، پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر ژمنه ولاړ دی او له سوله‌ییزو لارو د افغان ستونزې پر حل باور لري.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close