اقتصادامنیتجرمونهسیاستسیمه ایز خبرونهلیکنينړیوال خبرونه

د کريمنولوژي په اړه ځان پوهول غواړئ!؟

د کريمنولوژي لغوي پيژندنه:
د کريمنولوژي اصطلاح د لومړي ځل لپاره د فرانسې د مشهور عالم توپينارد له خوا په (۱۸۷۹م) کال کي د (انسان پيژندني) په نوم کتاب کي استعمال سوه.
په (۱۸۸۵م) کال کي اوسنۍ کريمنولوژي(جرم پيژندنه) چي په فرانسوۍ کي ورته (La Criminologie) وايي او په اينګليسي کي ورته (Criminology) وايي د رافايل ګارو فالو له خوا پخپله د (کريمنولوژي) په کتاب کي وکارول سوه چي معنی يې د جرم علم يا د مجرم علم دی(دا هغه علم دی چي جرم او مجرم مطالعه کوي).
د(۱۸۸۵م) کال څخه تر(۱۹۱۳م) کال پوري د اروپا په مختلفو ښارونو کي(۷) کنګرې د (د جنايي انسان پيژندني د نړۍ والو کنګرو) په نوم جوړي سوې.
فرانسوي توپينارد په (۱۸۸۹م) کال کي د مردم شناسي(خلک پيژندني) په دوهمه نړۍ واله کنګره کي چي په پاريس کي دايره سوې وه واضح کړه چي کريمنولوژي يو لاتيني کليمه ده چي د (Crimen) يعني جرم او (Logy) يعني پوهي د کليمو څخه مرکبه ده چي جرم پيژندنه(Criminology) ګڼل کيږي.
د کريمنولوژي اصطلاحي پيژندنه: د کريمنولوژي د علم دپاره متأسفانه تر او سه داسي جامع بشپړ او هراړخيز تعريف نه دی وړاندي سوی چي د کريمنولوژي د ټولو علماؤ لپاره د منلو وړ وي. ځيني علمأ ادعا کوي چي د کريمنولوژي تعريف تر اوسه بشپړ سوی نه دی بلکه د تکميل او تشکيل په حال کي دی.
رښتيا هم که په اړونده ساحه کي مطالعه وکړل سي تر اوسه پوري داسي يو تعريف د کريمنولوژي دپاره موجود نه دی چي د جرم علل او عواملو د له منځه وړلو، د مجرم د معالجې طريقې او د جرم د مخنيوي اړوند ټوله مسايل په برکي ونيسي. او شايد علت يې د همدې علم ځواني او عدم تکامل وي.
لکه څنګه چي د جزا دحقوقو او جرم پيژندني فرانسوي عالم ستيفاني(Stefani) په دې اړوند داسي ويلي دي(چي د کريمنولوژي مشروع او دقيق تعريف دومره مشکل او پيچيده دی چي بدون له شکه هيڅوک نه سي قانع کولای).
د کريمنولوژي د علم لپاره بې حده زيات تعريفونه موجود دي چي اکثره عالمان يې پر څلورو برخو تقسيموي.
۱ـ کريمنولوژي د جرم د علم په توګه.
۲ـ کريمنولوژي د مجرم د علم په توګه.
۳ـ کريمنولوژي د جرم او مجرم د علم په توګه.
۴ـ کريمنولوژي د جرم د علل او عواملو په توګه.
۱ـ کريمنولوژي د جرم د علم په توګه:
ځيني عالمان په دې نظر دي چي کريمنولوژي د جرم دعلم څخه عبارت دی او داسي استدلال کوي لکه څنګه چي يې د نامه څخه معلوميږي چي Crime معنی جرم او Logy معنی علم چي دواړه سره يو ځای سي Criminology ورڅخه جوړيږي چي د جرم د علم مفهوم لري.
دورکيم(E.durcheim) فرانسوي ټولنپوه، چي د جامعه شناسي د علم بنسټ ايښودونکی وو چي په (۱۹م) پېړۍ کي يې په فرانسه کي يو کتاب د (جامعه شناسي د قواعدو او ريښو) په نامه ليکلی وو.
نوموړی په ياد کتاب کي داسي استدلال کوي: چي په جامعه کي داسي اعمال واقع کيږي چي د هغو په ارتکاب سره د جامعې د افرادو افکار تر تاثير لاندي راځي، چي جامعه هم د داسي خلکو پرضد عکس العمل ښيي چي هغه عبارت د مجازاتو څخه دي، خو کوم عمل چي دهغه څخه جامعه متضرره کيږي هغه جرم دی او د جرم مطالعه او بررسي د کريمنولوژي د علم موضوع ده(کريمنولوژي د جرم د مطالعې او څېړني د علم څخه عبارت دی).
د نوموړي دغه نظر د اطريشي جرم پيژندونکي سيليګ(Seelig) او يوبل ايټالوي عالم فيري(Ferri) له خوا تائيد سو.
۲ـ کريمنولوژي د مجرم د علم په توګه:
ځيني علمأ بيا په دې عقيده دي چي کريمنولوژي هغه علم دی چي مجرم ترڅېړني لاندي نيسي. فرانسوي جرم پيژندونکي او اروا پوه هيوير(Heuyer) داسي ويلي دي: چي د کريمنولوژي د څېړني موضوع يوازي مجرم دی، نه جرم ځکه جرم د يو بل علم د جامعه شناسي په نامه ياديږي د بحث موضوع ده.
هيوير مجرم په جامعه کي د يو ناسالم، ورانکاره او ناروغه شخص په عنوان تر مطالعې لاندي نيسي. د هيوير دغه نظر د دوو نورو فرانسوي حقوقدانانو له خوا چي(Moral) او (Vita) نوميدل تائيد سوی دی.
۳ـ کريمنولوژي د جرم او مجرم د علم په توګه:
ځيني علمأ په دې عقيده دي چي کريمنولوژي داسي يو علم دی چي جرم او مجرم دواړه تر مطالعې لاندي نيسي. لارګيه(Larguier) فرانسوي عالم داسي وايي: کريمنولوژي داسي علم دی چي هم جرم او هم مجرم مطالعه کوي. فرانسوي پيناتل(Pinatel) چي د نړۍ د ډيرو لويو کريمنالوګانو د جملې څخه دی د همدې نظر لاروی دی هغه په دې اړوند داسي وايي: کريمنولوژي د يوې خوا د جرم علل او عوامل مطالعه کوي، ولي دا کوښښ هم کوي چي مجرميت له منځه يوسي، نو ددې هدف د لاسته راوړلو دپاره بايد جرم او مجرم دواړه ترڅېړني لاندي ونيول سي.
۴ـ کريمنولوژي د جرم د علل او عواملو د علم په توګه:
ځيني نور علمان بيا په دې نظر دي چي کريمنولوژي د جرم د علل او عواملو علم دی. امريکايي تکړه جرم پيژندونکي ساترلنډ(Sutherland) په يواثر(د جرم پيژندني اصول) کي د جامعه شناسي د علم له نظره کريمنولوژي داسي تعريفوي: کريمنولوژي عبارت د هغه علم څخه دی چي جرم د يوې اجتماعي پديدې په عنوان مطالعه کوي د جرم فردي او ټولنيز عوامل او دجرم انګېزه تر مطالعې لاندي نيسي. فرانسوي استاد ژامبو ميرلين(Jumbu Merlin) د ساترلند د نظر تائيد کوي او وايي چي د جرم عوامل بايد د فرد په ساختمان، عقلاني خصوصياتو، هوش، اراده، د محيط تاثيراتو، د فاميل تاثيراتو اوهمدارنګه په ټولنيزو تاثيراتو کي ولټول سي.
دوه نور فرانسوي استادان(StefaniاوLevasseur) هم د همدې نظر تائيد کوي او داسي وايي چي کريمنولوژي مجرميت مطالعه کوي(د مجرميت منشأ او خلقت) مطالعه کوي. همدارنګه يو بل عالم(Maxwell) کريمنولوژي هغه علم دی چي هغه شرايط مطالعه کوي چي د جرم سبب کيږي.
په مجموعه کي ددې نظر د لارويانو هدف دا دی چي کريمنولوژي د جرم علل او عوامل تر څېړني لاندي نيسي. نتيجه ګيري: تر زيات بحث وروسته دې نتيجې ته رسيږو چي د کريمنولوژي دپاره يو تعريف وړاندي کړو: کريمنولوژي يو غير حقوقي جنايي علم دی چي د جرم علل او عوامل مطالعه کوي او ددې عواملو د له منځه وړلو دپاره لازمي لاري چاري پيشنهادونه کوي.
راټولونکی او اؤډونکی:
میراحمد رحلت
د میرویس نیکه دلوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۳۹۸/جدی/۳۰

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close