
افغانستان کې د کرونا ۳۵ مثبتې پېښې ثبت سوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۵ مثبتې پېښې ثبت سوي دي.
روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۲۷ (تله شپږمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۶۷ مشکوکو سمپلونو معاینات سوي چې ۳۵ یې مثبت ثابت سوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۲۷ ته ورسېد.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۳ تنه مړه سوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۴۲ تنه بیرته جوړ سوي دي.