محمود خان اڅکزی: دافغانستان روانه جکړه کې د پاکستان د پوځ لاس ده

د پښتون عوامي ملتپال ګوند مشر محمود خان اڅکزي تيره ورځ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښار کې د خبريالانو يوې غونډې ته خبري کولي وويل چي په پاکستان کې او افغانستان کې ميشت سياستوال ټول پوهيږي چې د افغانستان کې په روانه جکړه کې د پاکستان د پوځ لا س دی. د هغه په خبره چې بايد داسي نه وای سوي.
ښاغلی اڅکزي زياته کړه چې افغانستان هيڅ کله په پاکستان کې مداخله نه ده کړي نو د پاکستان پوځ او حکومت هم بايد په افغانستان کې مداخله ونه کړي او د هفو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په افغانستان کې په جکړه بوخت دي.
محمود خان اڅکزي وويل چې پاکستان کې جمهوريت نشته بلکي د پوځ استبداد چليږي ځکه د خبره چې د پوځ هر څوک خوښ وي هغه ته د پاکستان د صدرات څوکۍ ورکول کيږي.
محمود خان اڅکزي دا خبري په داسي حال کې کوي چې څلور ورځي مخکي د پاکستان په اسلام اباد کې ټولو ګوندونو د پاکستان په پوځ نيوکي وکړي او هغه يې په زوروتکۍ او استبداد تورن کړ.
چي وروسته دا نيوکي په سختو سياسي ناندريو بدلي سوې.