امنیتخبرونهسیاست

امریکا په افغانستان کې تازه دمي سرتېري ځای پر ځای کوي

د سټار انډ سټرایپز د راپور له مخې امریکا جنوبي کوریا، اروپا او افغانستان ته درې ډلي سرتېري لېږي. په راپور کې راځي چې د امریکایي ځواکونو یوه اوه سوه کسیزه ډله به افغانستان ته ځي او هلته به د هغو سرتېرو ځایناستي کېږي چې د ماموریت دوره یې بشپړه سوې ده. امریکایي رسنۍ داسې مهال افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو او یا بدلولو خبر ورکوي چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې باید د راتلونکي کال تر پایه خپل ټول سرتېري وباسي. ویل کېږي چې امریکا دمګړی په افغانستان کې د ۸۶۰۰ په شاوخوا کې سرتېري لري او هڅه روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې دا شمېره تر ۴۵۰۰ راټیټه کړل سي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close