سپورټ

ګمبیروایې نبي د افغانستان دی ځکه بې ارزښته دی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر ګاتم کمبیر وایي، محمد نبي انډري رسل او اي بي ډېویلیئرز نه کم نه دی خو له دې کبله چې د افغانستان دی وروته ارزښت نه ورکول کېږي.

نوموړي یادې څرګندونې له سټار سپورټ تلویزیون سره په یوې مرکې کې کړي او ویلي یې دي، محمد نبي د شل اوریزو لوبو یو غوره لوبغاړی دی، که چیرته وروته د ای پي ال په ټولو ۱۴ لوبو کې د ګډون چانس ورکړل شي نو ځان به ثابت کړي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close