پښتونخوا

محسن داوړ باندی ۳ میاشتې بندیز لګول سوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ وايي، د کوټې هوايي ډګر ته په رسېدو یې امنیتي ځواکونو له هوايي ډګره د وتلو مخه نیولې ده او ورته ویل سوي چې بلوچستان ته یې د ۳ میاشتو لپاره په ورتګ بندیز لګول سوی دی.

ښاغلي داوړ چي غوښتل یې د جمعې په ورځ د کوټې بېلابېلو سیمو ته سفر وکړي د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه نیول سوې ده.

د راپورونو له مخې نوموړی د کوټې هوايي ډګر څخه د امنیتي ګواښونو له کبله یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، که د پاکستان حکومت محسن دواړ تر شنبې ورځې خوسې نه کړي سخته لاره دریځ به اختیار کړي.

راپورونه زیاتوي د پښتون ژغورنې دغه مخکښ غړي غوښتل په چمن کې له هغو کورنیو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې یې امنیتي ځواکونو د کورنۍ غړي ور وژلي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دغه کار د محسن داوړ د ښې ساتنې لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي په خلاف تر اوسه کومه قضیه نه ثبت سوې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بلوچستان یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو فعالو غړو محسن دوړ او علي وزیر د درې میاشتو لپاره د ورتګ بندیزونه لګولي وو

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close