امنیتخبرونه

یوه نظامي چورلکه را غورځېدلې ده

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې یوه نظامي چورلکه رانسکوره سوې ده. د یاد ولایت د والي ویاند جواد هجري ویلي، یاده چورلکه چې امنیتي ځواکونو ته یې اکمالات کول د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د تخنیکي ستونزو له امله را نسکوره سوې ده. د هغه په خبره، په یاده پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د نسکورې شوې چورلکې نوعیت نه دی په ډاګه سوی. دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close