راپورونه

غزني ولایت کي زده کوونکي په پښتو ژبې دکتابونو له نشت سره مخ دي

په غزني ولایت کي زده کوونکي په عامه کتابتون کي دپښتوژبی دکتابونو له نه شتون څخه شکایت کوې او وایې چې معلوماتو ته ئي لاسرسی خوراستونزمن دي او په آسانې سره نشوکولاي داړتیا وړمعلومات تر لاسه کړو

دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ اوسیدونکی رحمت الله چي اوس په غزني ولایت کې د دوولسم ټولګۍ زده کوونکی ده او عامه کتابتون ته راغلي وایې په عامه کتابتون کې په پښتوژبه کتابونه پیدا کول ډیره سخته ده او که وي هم دمعلوماتو له اړخه مو ضرورت نه پوره کوي
رحمت الله پیوستون را ډیو ته وویل: په عامه کتابتون کې په پښتوژبه کتابونه پیدا کول ډیره سخته ده او که وي هم دمعلوماتو له اړخه مو ضرورت نه پوره کوي او دانټرنیټ بیی هم ډیرې لوړې او کیفیت یې سم نه ده او زما په شمول ټول زده کوونکي له ډیروستونزو سر مخامخ دي
ذبیح الله دغزني ولایت یو بل تن زده کوونکی ده ذبیح الله هم له ورته ستونزي سره مخ ده.
نوموړې پیوستون ته وویل: کومه موضوع چي استاذ را کوي هغه معلومات ډیر په سخت پیدا کوواو موږ له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان یو.
له بلې خوا دغزني ولایت دعامه کتابتون مسؤل محمدبشیر عظیمی یاده ستونزه منې خو وایې چي موږ په ۳۸ برخو کي کتابونه لرو
ښاغلی بشیرپيوستون ته وویل: موږ په کتابخانه کي دحقوقو، فقه، داستان، روانشناسی، سیاسی علوم، تاریخ افغانستان، اخلاق، کمپیوتر، تفسیر، فرهنګ، ژورنالیزم، انجینری، او په ټوله کي موږ په ۳۸ برخو کي کتابونه لرو
داپه داسی حال کي ده چې دپوهتنونو او ښونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ د کرونا اوبا له آمله تړل شوی وي خو له نه میاشتې ځند وروسته یو ځل بیا دوه هفتي کېږي دزده کوونکو پرمخ دښونځیو دروازی پرانیستل شوي دي او زده کوونکي ډیر په شوق او علاقه باندي ښونځیو ته ځي

راپور محمد عارف رپاند

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close